د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۴ مه نېټه وويل، چې امريکا اوسمهال منځني ختيځ ته د ګڼو ځواکونو د ليږلو پلان نه لري او پدې اړه د رسنيو رپوټونه ناسم دي.
د امريکا نيويارک ټايمز د مې په ۱۳ مه نېټه د دغه هېواد چارواکو په قول خبر ورکړ چې سرپرست دفاع وزير پاتريک شاناها سپينې ماڼۍ ته د ايران په اړه د خپلو پوځي عملياتو پلان وړاندې کړ. د دغه پلان له مخې که ايران پر امريکا بريد وکړي يا د اټومي وسلو د څېړنې پروګرام چټک کړي، نو امريکا به منځني ختيځ ته زيات تر زياته ۱۲۰ زره امريکايي سرتېري وليږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |