CRI Online

چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د دغه سازمان د اصلاحاتو په اړه ليکلي وړانديزونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 09:38:29

د سينهوا خبري اژانس خبريالانو د مې په ۱۴ مه نېټه د چين له سوداګرۍ وزارت څخه معلومات ترلاسه کړل چې چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO)ته د دغه سازمان د څلورو مهمو برخو د اصلاحاتو په اړه د خپلو وړانديزونو سند وړاندې کړ. د ياد وزارت يوه مسئول پدې هکله د خپلې وينا پر مهال څرګنده کړه چې چين غواړي له بېلابېلو غاړو سره په ګډه د دغه سازمان د اصلاحاتو د برياليتوب لپاره هڅې وکړي څو دغه سازمان د نړيوال اقتصاد په اداره کې لازيات رول ولوبوي.

چين د جنيوا پر ځايي وخت د مې په ۱۳ مه نېټه په رسمي ډول د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د دغه سازمان د اصلاحاتو په اړه د خپلو وړانديزونو سند وړاندې کړ. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ رياست مسئول پدې اړه وويل، چې په دغه سند کې د چين وړانديزونه د څلورو مهمو برخو په اړه دي: لومړی هغه لويې او بېړنۍ مسئلې بايد حل شي چې د دغه سازمان ژوند ګواښي، دوهم د نړيوال اقتصاد په اداره کې بايد د دغه سازمان ونډه زياته شي، درېيم د دغه سازمان کاري موثريت دې لوړ شي، څلورم د څو اړخيز سوداګريز سيستم جامعيت بايد پياوړی شي. چين په يادو څلورو برخو کې تفصيلي وړانديزونه وکړل.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای