د سین هوا اژانس دخبر له مخې د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي سکریټر دمیتري پیسکوف د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه خبري رسنیو ته وویل چې ولسمشر پوتین په دې نظر دی چې پر ایران د امریکا د فشار اچولو تګلاره به نتیجه ونه لري.
هغه هم وویل چې ولسمشر پوتین څوځله ویلي چې د امریکا د شدیدو فشارونو اچولو په تګلاره نه پوهیږي ځکه چې دغه تګلاره یوازی متقابله خوا ګوښه کوي. تاریخ دا څرګنده کړې چې داسې عمل هیڅ اغیزه نه لري برعکس د جوړجاړي بهیر به له ستونزو سره مخ کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |