CRI Online

شي جین پینګ د اسیایي تمدنونو د دیالوګ کنفرانس د برخه والو میلمنو لپاره د شپې مېلمستیا جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 09:53:30

شي جين پينګ د وينا په حال کې

د اسیایي تمدنونو د دیالوګ کنفرانس به د روانې میاشتې په ۱۵ مه نیټه په بیجینګ کې جوړ شي.د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالو همکاریو له دوهم فورم او په بیجینګ کې د باغوانۍ له نړیوال نندارتون وروسته دغه کنفرانس په چین کې یو بل مهم دېپلوماتیک فعالیت بلل کیږي. د دغه کنفرانس سرلیک د اسیایي تمدنونو تبادله او متقابلې زده کړې او د ګډ برخلیک ټولنه ده. د دغه کنفرانس د پیل په شپه د چین د دولت رئیس شي جین پينګ او میرمن یې پنګ لي یوان په دې کنفرانس کې د برخه والو بهرنیو درنو مېلمنو لپاره د هرکلي مېلمستیا جوړه کړه.

شي جین پینګ په ۲۰۱۴ کال کې په شانګهای کې د اسیا د همکاریو او باوري تدبیرونو په سرمشریزه غونډه کې او په ۲۰۱۵ کال کې د اسیا د بواو فورم په کلنۍ غونډه کې دوه ځله د دغه کنفرانس جوړولو غوښتنه کړې وه او د ځینو اسیایي هیوادونو او نړیوالو شخصیتونو تود هرکلی او ملاتړ یې ترلاسه کړی دی. اوس دغه غوښتنه عملي شوې ده. شي جین پينګ په یاده مېلمستیا کې په خپله وینا کې د دغه کنفرانس د جوړولو نیت په اړه وویل:

تمدن د اوبو په شان په کرارۍ سره ټولو ته ګټې رسوي. د تاریخ پرمختګ، د ټولنې سمسورتیا او بشري انکشاف د تمدنونو تر تغذیې او مشرۍ لاندې روان دي. دغه کنفرانس د اسیا د همکاریو او پرمختګ او د تمدنونو د تبادلې په اړه د بیلابیلو هیوادونو د خلکو د امیدونو سره سم د مختلفو تمدنونو د ګډ پرمختګ لپاره د تبادلو یو ښه ډګر دی.

د مېلمنو ګډ عکس

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای