CRI Online

د اسيايي کولتور ننداره په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 09:55:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيايي کولتور د نندارې د پېل مراسم يعنې د اسيا د باليټ نڅا شپې په نوم ننداره د مې د ۱۴مې نېټې په شپه د بېجينګ د تيان جياو په هنري مرکز کې تر سره شوه. د کوريا جمهوريت، فليپين او چين هنرماندانو په دې ننداره کې کلاسيک باليټ نڅاوې او ځايي ځانګړتيا لرونکي عصري نڅاوې نندارچيانو ته ښودلې.

د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس د پيل په درشل کې، په بېجينګ کې د خلکو راغونډېدو فسټيوال او د اسيايي کولتور ننداره د موسيقۍ، نڅا او ډرامو د ښودلو له لارې د اسيا د بېلا بېلو تمدنونو تر منځ د تبادلې لپاره خدمتونه برابروي. (شکريه)

د مې د ۱۴مې نېټې په شپه د بېجينګ په (( تيان جياو)) فرهنګي مرکز کې د اسيايي بالټ د شپې په نامه د نندارې عکسونه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای