د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس د مې په ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه کنفرانس پرانيستونکو مراسمو ته د وينا پر مهال وويل چې انسانان له ګډو ننګونو سره د مقابلې په بهير کې نه يوازې اقتصادي او تخنيکي قوت ته ، بلکې کلتوري او مدني قوت ته هم اړتيا لري.
شي جين پينګ وويل،د نړۍ د څو قطبي کېدو، د اقتصاد د نړيوال کېدو،د کلتور د متنوع کېدو او د ټولنې د معلوماتي کېدو بهير ډېر پرمختګ کړی دی او د انسانانو ټولنه له هيلو څخه ډکه ده. نوموړي دې ته هم اشاره وکړه چې په نړيوال وضعيت کې معلق او نامعلوم عوامل لاپسې څرګند شوي او انسانان له لاسختو نړيوالو ننګونو سره مخامخ دي. د ده په اند، د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس د اسيا او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د تمدنونو ترمنځ د مساوي ديالوګ، تبادلې او متقابلې زده کړې لپاره نوې زمينه برابره کړې ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |