CRI Online

شي جين پينګ: د اسيا مختلف هېوادونه دې پر ښه ژوند د خلکو د نيکو هيلو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 11:09:03

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د اسيايي تمدنونو ديالوګ کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د اسيا مختلف هېوادونه ورته تاريخونه او يو شان هيلې او اميدونه لري، نو بېلا بېل هېوادونه دې پر ښه ژوند د خلکو د نيکو هيلو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

شي جين پينګ په دې نظر دی چې د اسيا ولس هيله لري چې د اسيا سوله، امنيت، ګډه سمسورتيا، اصلاحات او همغږي تر سره شي. نوموړي له مختلفو اسيايي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د متقابل درناوي او باور او ښه ژوند پر بنسټ دې د ورخلاصون، جامعيت، ګډو ګټو، مساواتو او ګډ برياليتوب په پياوړتيا سره د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د چټکتيا او په ځېنو هېوادونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ماشومانو د ښه ژوند د تاُمينولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه هيله وښودله چې د اسيا بېلا بېل هېوادونه د ورخلاصې روحيې په نيولو سره د تګلارو د تبادلې، د تاُسيساتو د نښلولو، د سوداګريز تګ راتګ، د پيسو د تبادلې او د خلکو د زړونو د پيوستون لپاره دې هڅې وکړي او په ګډه دې د اسيا د ګډ برخليک ټولنې او حتی د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې زيارونه وباسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای