CRI Online

اسیایي تمدن د نړۍ له نورو تمدنونو سره د تبادلې او متقابلې زده کړې په بهیر کې نورهم پیاوړی کیږي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 11:14:45

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه وویل چې اسیا باید خپل مدني باور پیاوړی کړي، د نړۍ له نورو تمدنونو سره تبادلې او متقابلې زده کړې دې وکړي او د اسیا د تمدنونو نوې سمسورتیا ته دې دوام ورکړي.

شي جین پینګ دا هم وویل چې اسیا د بشر ډیر پخوانی استوګنځای و او د بشر د تمدن یوه مهمه سرچینه هم وه. اسیایانو د څو زرو کلونو به بهیر کې ځلانده مدنیت جوړ کړی و. بیلابیل مدنیتونه په اسیا کې تبادله او پرمختګ کوي او د اسیا ستر تمدن ځلانده تاریخ یې جوړ کړی و. اوس "یو کمربند او یوه لار"،" دوه دهلیزونه او یوه کړۍ"، "د اروپا او اسیا اقتصادي اتحاد" د تمدن د تبادلو او متقابلو زده کړو لار پراخه کړې ده. د اسیا تمدنونه په اسیا کې او د نړۍ له نورو تمدنونو سره د متقابلو تبادلو او زده کړو په بهیر کې نورهم پیاوړی کیږي او د نړۍ لپاره شتمن او رنګارنګ مدني انتخابونه برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای