د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس نن (د مې ۱۵ مه نېټه) په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه کنفرانس پرانيستونکو مراسمو ته د وينا پر مهال له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د تمدنونو د تبادلې او متقابلې زده کړې په بهير کې پر مساواتو او متقابل درناوي ټينګار وکړي، غرور او تعصب دې پرېږدي او د تمدنونو ترمنځ په فرق دې ښه پوه شي.
شي جين پينګ وويل، هر تمدن خپل ارزښت لري. انسانان يوازې د پوستکو د رنګونو او ژبو په لحاظ فرق لري او تمدنونه يوازې د ګلانو په شان د بڼو په لحاظ توپير او د مقام په برخه کې هيڅ فرق نه لري. هغه نظريه ناسمه او هغه کړنه زيان رسوونکې ده چې خپل نژاد او تمدن تر نور لوړ ګڼي او په خپله خوښه د نورو تمدنونو بدلول او يا يې ځای نيول غواړي. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د اسيا کلتوري ميراثونه وساتي او تمدنونه په لاښه توګه نورو ته په ميراث پرېږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |