د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه غوښتنه وکړه چې د نړۍ بیلابیل هیوادونه، قومونه او مدنیتونه باید متقابله تبادله او زده کړه پیاوړې کړي، د اسیا د ګډ برخلیک او د بشر د ګډ برخلیک د ټولنې مدني بنسټ دې پیاوړی کړي. هغه وویل چې مدنیتونه د رنګارنګوالي له امله تبادلې کوي، د تبادلو له امله متقابلې زده کړې کوي او د متقابلو زده کړو له امله پرمختګ کوي. هغه غوښتنه وکړه چې موږ باید پر متقابل درناوی او مساوي چلند ټینګار وکړو، د نورو مدنیتونو پر احترام او د تمدن پر رنګارنګوالی دې ټینګار وکړو، پر ورخلاصون،تحمل او متقابلو زده کړو دې ټینګار وکړو او له وخت سره سم پر پرمختګ او نوښتګر پرمختګ دې ټینګار وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |