CRI Online

شي جين پينګ : ګوښيتوب به هرومرو د تمدنونو د کمزورېدو سبب شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 11:44:46

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۵ مه نېټه د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل چې هر ژوندی موجود ميټابوليزم ته اړتيا لري، که نه ژوند به يې ختم شي. تمدنونه هم داسې دي. بېلابېل تمدنونه د تبادلې او د متقابلو زده کړو له لارې د خپلو نيمګړتياوو په لرې کولو سره ژوندي او قوي پاتې کېږي، خو د تمدنونو ترمنځ تبادله او متقابلې زده کړې دې د برابرۍ، مساواتو، جامعيت او هراړخيزم پر بنسټ ترسره شي.

شي جين پينګ له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په پراخه سينه د کلتوري تبادلې پر وړاندې دې شته خنډونه لرې کړي او په پرانيستې رويې سره دې له نورو تمدنونو څخه زده کړه وکړي. چين غواړي له بېلابېلو اسيايي هېوادونو سره د ځوانانو، ولسي ډلو،ځايونو، او رسنيو په بېلابېلو برخو کې تبادلې او تګ راتګ زيات کړي، د فکري مرکزونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ شبکه جوړه کړي، د خپلمنځي همکاريو ماډل نوی کړي، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې او پياوړې کړي او د اسيايي تمدنونو ترمنځ د تبادلې او متقابلو زده کړو لپاره زمينه برابره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای