د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۵مه نېټه وويل، ټول تمدنونه د ښکلا نمونې دي او ورڅخه ښايستونه څرګندېږي. د مختلفو تمدنونو ترمنځ په اساس کې هيڅ ټکر او ستونزه نه شته او موږ بايد د مختلفو تمدنونو ښکلاوو ته د قدر په سترګه وګورو. نوموړي وويل، د ټولو ښايسته شيانو ترمنځ پيوستون مشترک ټکي شته. د اسيا بېلا بېل هېوادونه دې د خپلو تمدنونو د سمسورتيا تر څنګ د نورو هېوادونو د تمدنونو د پرمختګ لپاره هم شرايط برابر کړي، څو د نړيوالو تمدنونو په باغ کې رنګارنګ ګلان وغوړېږي.
نوموړي وويل، د مدنيتونو ښکلاوې له مشهورو او په زړه پورې ليکنو او هنري اثارو څخه څرګندېږي. چين غواړي له اړوندو هېوادونو سره يو ځای د اسيا د غوره مقالو د متقابلو ژباړو پلان او د اسيا د فلمونو او ډرامو د تبادلو او همکاريو پلان تر سره کړي، څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک يو د بل پر کولتورونو او تمدنونو باندې پوه شي او د مدني ښکلاوو د خپرېدو لپاره يو ډګر جوړ کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |