CRI Online

شي جين پينګ: چين غواړي د اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د سيلانۍ د پياوړتيا پلان پلی کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 11:49:21

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۵مه نېټه د اسيايي تمدنونو د تبادلې او متقابلو زده کړو په برخه کې څلور فقيره ييز وړانديز وکړ. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د تمدنونو دواملرونکی پرمختګ بايد د زمانې له څپو سره سمون ولري او بايد د نوښت پر اساس تر سره شي. د مدني پرمختګ سرچينه دې ژوندۍ وي او د وختونو په تېرېدو سره دې په زړه پورې مدني لاسته راوړنې رامنځته شي.

نوموړي وويل، د مختلفو تمدنونو پېژندنه او معلومات تر لاسه کول د نوښتونو لپاره خوځنده ځواک دی، موږ بايد د نورو کسانو د غوره والي په معلومولو او پيدا کولو سره خپلې پوهې او مفکورې غني کړو. چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د اسيا د سيلانۍ د پياوړتيا پلان پلی کړي، څو د اسيا د اقتصاد پرمختګ چټک کړي او د اسيا د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ اړيکې ژورې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای