CRI Online

شي جين پينګ نننی چين د نړۍ چين دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 11:50:46

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۵مه نېټه د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، نننی چين نه يوازې د چينايانو چين دی، بلکې د اسيا چين او حتی د نړۍ چين هم دی.

نوموړي وويل، د چيني ملت تمدن د اسيا د تمدنونو يوه مهمه برخه ده. د چيني ملت تمدن له لرغونې زمانې راهيسې د ميراث او نوښت پر بنسټ د دواملرونکي پرمختګ په حال کې دی، د زمانې د بدلونونو په تيرېدو سره د سمسورتيا په بهير کې دی او ترې د چيني ملت ډېرې ژورې روحيې هيلې او غوښتنې څرګندېږي. د چيني ملت تمدن تل د نورو تمدنونو له غوره والو څخه په زده کولو سره د تازه کېدو په حال کې دی. له ګاونډيانو سره ښه سلوک کول او له نورو هېوادونو سره ښه ژوند کول د چيني ملت د تمدن اصل دی، د خلکو د ګټو ساتل او د خلکو د ارامتيا تاًمينول د دغه تمدن د ارزښت لارښوونه ده، اصلاحات او نوښت او له زمانې سره سم پرمختګ موندل د دغه تمدن دايمي روحي کيفيت دی او له طبيعت سره همغږي د دغه تمدن د ژوند مفکوره ده. هغه باور څرګند کړ چې په راتلونکې کې به چين په لا خلاصې رويې سره د نړۍ په غېږ کې ولاړ اوسي او نړۍ ته به لا ځلانده تمدن وښيي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای