CRI Online

ولاديمير پوټين او مايک پومپيو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 15:08:37

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مې په ۱۴ مه نېټه د روسيې په جنوب لويديځ سوچي ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره وکتل. دواړو خواوو په خبرو اترو کې هيله وښودله چې د دواړو هېوادونو اړيکې عادي شي.

د روسيې د ولسمشر په ويبسايټ کې خپره شوې اعلاميه کې ليکل شوي چې د پوټين په اند روسيه او امريکا د ستراتېژيک ثبات د ساتلو، د ډلو وژونکو وسلو د خپرېدو د مخنيوي، د سيمه ييزو بحرانونو د حل وفصل، له منظمو جرمونو سره د مقابلې، د ايکولوژيکي بدلونونو او بې وزلۍ او داسې نورو مسئلو د هوارولو په برخو کې ګډې ګټې لري. دواړه هېوادونه کولای شي چې د انرژۍ د نړيوال بازار د ثبات په شمول زياتو برخو کې ګډې همکارۍ وکړي.

مايک پومپيو په خپلو خبرو کې وويل،ما ته ولسمشر ټرمپ دا پيغام راکړې چې امريکا او روسيه ګډې ګټې لري او داسې مسايل شته چې دواړه هېوادونه پکې ګډې همکارۍ کولی شي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې امريکا او روسيه کولای شي چې د کوريا ټاپووزمې ، افغانستان او ستراتېژيک ډيالوګ په برخو کې ګډې همکارۍ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای