CRI Online

د اسيا هنري مېله نن ماښام تر سره کيږي او د ايټاليا مشهور سندرغاړی اندريا بوسيلي به پکې سندره ووايي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 19:15:48

د ايتاليا مشهور سندرغاړی اندريا بوسيلي د نړۍ په څلورو مشهورو لوړ اواز لرونکو سندرغاړو کې شامل دی. نوموړي د کوچنيتوب په موده کې د لوبو پر مهال دواړه سترګې د لاسه ورکړي دي، خو د ښکلي اواز له لارې يې په ټوله نړۍ کې زيات مينوال پيدا کړي دي. هغه به نن ماښام د اسيا په هنري مېله کې د توراندوت په ډرامه کې هغه سندره ووايي چې نوم يې دی: نن شپه به هيڅوک خوب نه کوي.

هغه په دغه مېله کې ګډون ولري ، نوموړی د تمدنونو په برخه کې د همکارۍ او يو له بل نه د زده کړې په هکله ژور احساسات لري. هغه وايي، همکارۍ او تګ راتګ په کولتور کې مهم رول لري. موسيقي د مختلفو کولتورونو تر منځ د تفاهم پياوړتيا هڅولی شي او يو له بل سره تفاهم د نړيوالې سولې او ثبات او سمسورتيا بنسټ دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای