د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس په حاشيه کې د اسيايي تمدنونو د متقابلو زده کړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ فورم د مې د ۱۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې تر سره شو. په دغه فورم کې د اسيا او نورو سيمو د نړيوالو سازمانونو استازو، حکومتي چارواکو، د کارپوهانو د ادارو مسؤلينو ، مشهورو کارپوهانو او د تصديو د استازو په ګډون څه د پاسه ۲۰۰ تنو ګډون کړی و.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مشر شيه فو جان په ياد فورم کې يوه وينا وکړه او ۳ وړانديزونه يې وکړل: لومړۍ، د کارپوهانو ترمنځ همکاريزې اړيکې دې پياوړې کړو. دوهم، تيوريکي نوښت د دوامدار پرمختګ لپاره دې کوښښونه وکړو .درېيم، د عامه افکارو د نړيوال چاپيريال د ښه والي لپاره دې هڅې وکړو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |