د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس د يو مهم فعاليت په توګه، د اسيا کلتوري ننداره چې د چين د ميډياګروپ په کوربه توب شوې، د مې د ۱۵مې نېټې په شپه کې د بېجينګ په دولتي سټيډيوم کې ترسره شوه. د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د غښتلو هنرمندانو او ځوانانو استازو يوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړه چې د اسيا جغرافيايي او قومي کلتوري ځانګړتياوې يې درلودې.
په دغه ننداره کې د سندرو، نڅاوو، د بېجينګ اوپرا او وو شو په شمول نمايشونه شامل وو او ترې د اسيا رنګارنګ کلتورونه او د لوېديځ او ختيځ د کلتورونو ترمنځ پيوستون هم ښکاره شوی. دغې نندارې نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو د هنرمندانو لپاره د دوستۍ پل جوړ کړی، بلکې د اسيايي هېوادونو د خلکو ترمنځ يې د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره ګټور رول لوبولی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |