CRI Online

د اسيا تمدنونو د ډيالوګ د کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ وينا د بهرنيو کارپوهانو په منځ کې د هر کلي وړ ګرځېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 09:42:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسيا تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس د مې په پنځلسمه نېټه د بېجينګ د غونډو په دولتي مرکز کې پيل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو د تبادلې او د متقابلې زده کړې پياوړتيا او د اسيا د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ ترعنوان لاندې يوه مهمه وينا وکړه.د بهرنيو کارپوهانو په اندپه دې وينا کې د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د مساوي ډيالوګ اهميت څرګند شوی او له دې امله به د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او متقابلې زده کړې پياوړې شي،د اسيا د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ کلتوري بنسټ به لا ټينګ شي او په نړۍ کې به ښې راتلونکې برابرې شي.

د اندونيزيا د فکري ارګان د اسيا نوښت د څېړنيز مرکز رئيس بامبانګ سوريونو وويل چې له دغې وينا څخه د اسيايانو اوازونه څرګندشوي دي.دغه کنفرانس له اوسنيو نړيوالو ننګونو او ګواښونو سره د مقابلې لپاره مثبت رول لوبوي او له دې کبله به سوله ييز او پرمختيايي ځواک پياوړی شي.

د مصر د سويز کانال پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي مشر حسن راګب وويل چې د رئيس شي جين پينګ وړانديزونه ډېر مشخص او عملي کېدونکي دي او له دې څخه په اسيا کې د اقتصادي پرمختګ او کلتوري تبادلې د پرمخبيولو او د اسيايي خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګولو لپاره د چين صميميت ښکاري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای