د سينهوا اژانس د خبرله مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مې په پنځلسمه نېټه د فيجي په پلازمينه سووا کې د ارام سمندر د ټاپوګانو پر غاړه د پرتو هېوادونو په فورم کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره اړوند عملونه چټک کړي.
نوموړي په همدې ورځ د ياد فورم د مشرانو په ډيالوګ کې وويل چې عملي نقشې ،چوکاټ او اړوند پلانونه له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره کافي نه دي بلکې رښتينی عملونه دې تر سره شي. د م م د اقليمي بدلون عملي کېدونکې سرمشريزه غونډه به د روان کال په سپتمبر کې تر سره شي چې دا به د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د ژمنو د پوره کولو لپاره يو ښه فرصت وي. م م به له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره نړيواله ټولنه وهڅوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |