CRI Online

ايران له بهرنيو ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره پوځي تياريانې نيولې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 10:06:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د دفاع وزير امير حاتمي د مې په ۱۵مه نېټه وويل، د ايران پوځ له بهرنيو ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره تياريانې نيولي دي.

د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې، حاتمي په همدې ورځ په تهران کې د تقاعد شويو عسکرو په يوه غونډه کې وويل، د ايران دفاعي پوځ اوس په لوړه کچه کې دی او چمتو دی چې له هر ډول ګواښونو سره مقابله وکړي. که څه هم امريکا پر ايران هراړخيز بنديزونه لګولي، خو ايران د ډېرو ستونزو په ليرې کولو سره په پوځي چارو کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی. ايران د دفاعي چارو په برخه کې د خپل توان د لوړتيا لپاره د هېڅ دفاعي پروژې پرمخبيول له لاسه نه دی ورکړی. نوموړي زياته کړه، په ۲۰۱۹ کال کې د ايران د دفاعي څېړنيزو پروژو پيمانه د ۲۰۱۸ کال په نسبت دوه برابره زيات شوې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای