CRI Online

د امريکا د ترافيک وزارت د امريکا او وينزويلا ترمنځ د پروازونو د ځنډولو حکم وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 10:46:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ترافيک وزارت د مې په ۱۵مه نېټه د وينزويلا خونديتوب له ګواښ سره د مخامخېدو په پلمه د امريکا او وينزويلا تر منځ د ټولو ملکي پروازونو د ځنډولو حکم وکړ.

د امريکا د ترافيک وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا د کورني امنيت وزارت تر ارزونې وروسته دا نتيجه تر لاسه کړه چې د وينزويلا وضعيت به د مسافرينو، الوتکو او کارکوونکو خونديتوب له ګواښ سره مخ کړي. د امريکا د ترافيک وزيرې يليني لان چاو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو تر منظورۍ او د کورني امنيت له سرپرست وزير کيون مکلينان سره تر نږدې مشورې وروسته، په همدې ورځ د امريکا او وينزويلا ترمنځ د ټولو پروازونو د ځنډولو حکم وکړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای