CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې د بهرنيو هېوادونو له برخوالو مشرانو او د دوې له مېرمنو سره د اسيا د کولتورونو د کارنيوال په فعاليت کې ګډون کړی وو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 11:31:19


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د مې د ۱۵مې نېټې په شپه د بېجينګ په ملي سټېډیوم کې د اسايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې د بهرنيو هېوادونو له برخوالو مشرانو او د دوې له مېرمنو سره يو ځای د اسيا د کولتورونو د کارنيوال په فعاليت کې ګډون کړی وو. شي جين پينګ په دغه فعاليت کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د مختلفو هېوادونو د ګډون کوونکو او هنرمندانو تود هر کلی وکړ او د دغه فعاليت پيل يې اعلان کړ.

دغه فعاليت چې عنوان يې د ځوانانو کارنيوال او د اسيا د ګډو هيلو تر سره کول دي، د کولتورونو يوه په زړه پورې ننداره ده او د ياد کنفرانس يوه مهمه برخه هم ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د مختلفو هېوادونو د برخوالو او هنرمندانو تود هر کلی وکړ او هغه په خپله وينا کې وويل:

(د اسيا بېلا بېل هېوادونه لرغوني او ځلانده فرهنګونه او کولتورونه لري. داسې فرهنګونه هم ځانګړتياوې لري او هم يو له بل سره ښه ژوند کوي. څرنګه چې د اسيا تمدنونه متنوع دي، نو د اسيا کولتورونه هم رنګارنګ دي او د ژوندانه قوتونه لري. نننۍ شپه، هنرونه به د مختلفو قومونو د زړونو او مفکورو د نښلولو پل وګرځي او نړۍ ته به يوه په زړه پورې او ځلانده اسيا، يوه فعاله او شوقه اسيا او يوه سوله ييزه او پرمختللۍ اسيا وښيي. )

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چينايانو له لرغونې زمانې راهيسې له ګاونډيو سره د ښه سلوک پر اصل ټينګار کړی دی او کوي يې. چينايان هيله لري چې د اسيا بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره مرسته وکړي او د نړۍ د پرمختيايي څپو له مخې د ستونزو په ليرې کولو سره د خپل پرمختګ د موندلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي، څو د اسيا او نړۍ لا ښه راتلونکې اباده شي. رئيس شي د دغه فعاليت د رسمي شروع اعلان وکړ،

(آغلېو، ښاغليو او دوستانو، اوس اعلانوم چې د اسيا د کولتورونو کارنيوال په نامه ننداره په رسمي توګه شروع کېږي!)

دغه فعاليت د (زموږ اسيا ) په نامه د سندرې په غږولو سره په رسمي توګه پرانيستل شو. د مختلفو هېوادونو ځوانانو هنرمندانو او فيلهار موزيک هیئتونو په ګډه ياده سندره وويله. د شپې اسمان له اوچتۍ موسيقۍ څخه ډک و او د اسيايي تمدنونو ډيالوګ فورم نښان د دغه سټېډيوم پر لویه پرده باندې څرګند شو. د مختلفو هېوادونو استازو د خپل هېواد د ملي بيرغ په اوچتولو سره د نندارې صحنې مرکز ته ولاړل او ټوله صحنه د بيرغونو د سمندر په شان ښکلې وه.

اسيا د بشريت د تمدنونو يوه مهمه سرچينه ده او د دغې نندارې په ترڅ کې د اسيا رنګارنګ تمدنونه په صحنه کې ځلانده شول. د مختلفو هېوادونو هنرمندانو د نندارچيانو پر مخ ځانګړتيالرونکې سندرې او ملي نڅاوې وړاندې کړې.

د معلوماتو له مخې، دغه ننداره د ځلانده اسيا په نامه د سندرې په غږولو سره په بريالۍ توګه پای ته ورسېده. څه باندې دېرش زره نندارچيانو په همدې ځای کې ژوندۍ ننداره وکتله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای