CRI Online

د بې وسلې کولو په چاروکې د چين لوی سفير په ژنيو کې د چين د ذروي ستراتيزۍ او د ذروي پوځي تجهيزاتو د کنترول تګلارې په باب معلومات وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 12:48:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بې وسلې کولو په چاروکې د چين لوی سفير لي سونګ د مې په څوارلسمه نېټه په ژنيو کې د بې وسلې کولو د خبرو اترو په غونډه کې د چين د ذروي ستراتيزۍ او د ذروي پوځي تجهيزاتو د کنترول تګلارې په باب معلومات وړاندې کړل.

نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې تر نورو نه مخکې د ذروي وسلو د کارولو پربنسټ جوړه شوې د ذروي ګواښ تګلاره د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. هغه هېوادونه چې ذروي وسلې نه کواښل کيږي،له دې کارڅخه د بادارۍ لټول او زورواکي څرګنديږي.

هغه زياته کړه چې چين د ځاني دفاع پر ذروي ستراتيژۍ ټينګار کوي او د چين ذروي ستراتيژي د نورو ذروي وسلې لرونکو هېوادونو په پرتله لاځانګړې ده،ځکه چې چين په سړه جګړه کې دې ته اړ شوی چې دغه ستراتيژي يې غوره کړه چې موخه يې له ذروي ګواښونو سره مقابله کول، د ذروي بادارۍ ماتول او د ذروي جګړې مخنيوی دی.چين هېڅکله د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره ذروي وسلو ته پرمختګ نه ورکوي او ذروي تجهيزاتو په هر ډول سيالۍ کې ګډون نه کوي او د ذروي وسلو په وسيله له نورو هېوادونو څخه دفاع نه کوي او په نورو هېوادونو کې ذروي وسلې نه ځای پر ځای کوي. د ذروي وسلو د لرلو له لسګونو کلونو راهيسې چين تل هغه ژمنه پوره کړې چې تر نورو هېوادونو نه مخکې ذروي وسلې نه کاروي،له ذروي وسلې لرونکو هېوادونو او سيمو پرته له نورو هېوادونو سره د مقاومت لپاره ذروي وسلې نه کاروي. د چين دغه ‌ژمنه هېڅ اضافي شرايط نه لري او په راتلونکې کې به هم بدل نه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای