د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مصنوعي ځيرکتيا او ښوونې نړيواله غونډه د مې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې مصنوعي ځيرکتيا په نوي پړاو کې د علمي او تخنيکی انقلاب او د بېلا بېلو چارو د اصلاحاتو د لارښوونې مهم خوځنده ځواک دی او د توليد، ژوند او زده کړې لارې چارې يې بدلې کړې او د انسانانو له خوا له ماشينونو څخه د استفادې ، د بېلا بېلو ټولنو پيوستون او د پرمختايي لاسته راوړنو د شريکولو لپاره ځيرکي مرحلې ته د داخلېدو لپاره يې خپلې هڅې کړې دي.دا د ښوونې ډېره مهمه دنده ده چې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختيايي تمايل به خپل کړي، عمده لوری به پيدا کړي او په دې برخه کې به د لوړې کچې هغه استعدادلرونکي کسان وروزي چې د نوښت توان او د همکارۍ روحيه لري.
شي جين پينګ پردې ټينګار وکړ چې چين غواړي له نورو هېوادونو سره يو ځای د مصنوعي ځيرکتيا پرمختيايي مسئلو ته پاملرنه وکړي،د مصنوعي ځيرکتيا د چټک پرمختګ په حال کې د ښوونې د پرمختګ او نوښت د مفکورې او تدبيرونو په باب بحثونه وکړي تر څو ګډو نظريو ته ورسيږي او د همکارۍ د پياوړتيا له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |