ښاغلی بندت ليمسچون په دغه فورم کې د وينا کولو په حال کې
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس د يو فرعي فورم په توګه، د اسيايي تمدنونو د متقابلې زده کړې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو فورم د مې د ۱۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې ترسره شو. د اسيا او نورو سيمو د نړيوالو سازمانونو استازو، حکومتي چارواکو، د فکري مرکزونو مسئولانو، مشهورو کارپوهانو او د تصديو استازو په شمول څه باندې ۲۰۰ تنو په دغه فرعي فورم کې ګډون وکړ.
د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس سرمنشي بندت ليمسچون په ياد فورم کې وويل، د مالوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ په پرمختګ سره، د نړيوال کېدو بهير د ګردې نړۍ د کلتورونو او ارزښتي نظريو ترمنځ تبادلې هڅولې. خو د نړيوال کېدو ګامونه ډېر ګړندي دي او ځيني کلتورونه د کمزورتيا په حال کې دي او د نورو کلتورونو لخوا د يو ځای کېدو له ګواښ سره مخ دي. نو په دې حال کې د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ څخه د زړه له کومې مننه کوم، د ده هوښياري ډېره ستايم او درناوی يې کوم چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز يې وړاندې کړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |