CRI Online

د امريکا لخوا د هوا وې تخنيکي شرکت محدودول به د دې هېواد د لا خوندي کېدو سبب و نه ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 15:35:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د مې په ۱۵مه نېټه د هوا وې تخنيکي شرکت په شمول د ځينو شرکتونو د محدودولو حکم وکړ.

د هوا وې تخنيکي شرکت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه شرکت د 5G مخابراتي تجهيزاتو په برخه کې لارښوونکی دی او غواړي د توليداتو خونديتوب د ساتلو په اړه د امريکا له حکومت سره سلامشورې وکړي. که امريکا د هوا وې تخنيکي شرکت محدود کړي، دا به د امريکا د لا خوندي او پياوړی کېدو سبب و نه ګرځي، خو امريکا به اړ شي چې د هوا وې شرکت د توليداتو پر ځای هغه توليدات وکاروي چې کيفيت يې ټيټ او بيې يې لوړې دي. دغه راز به امريکا د 5G شبکې جوړولو په برخه کې د نورو هېوادونو په نسبت وروسته پاتې شي او د امريکا د تصديو او مشتريانو ګټو ته به زيانونه ورسول شي. برسيره پر دې، پر هوا وې شرکت د امريکا ناقانوني محدوديت وضغ کول به د دې شرکت پر قانوني حقونو تېری وي او نورې سختې قانوني مسئلې به رامنځته شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای