CRI Online

د ولسمشر ټرمپ د ستراتيژۍ جوړولو پخواني مشر سټيف بانون په شان ځيني کسان د امريکا ريښتيني دښمنان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-16 20:59:40

د امريکا د ولسمشر پخوانی جګ پوړی ستراتيژيکي مشاور سټيف بانون د ۲۰۱۷ کال په اګست مياشت کې د خپلې دندې له پای ته رسولو راهيسې تل پر چين تورونه لګولي او لګوي يې. اوسمهال د امريکا حکومت يو ځل بيا پر چين وارداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدبيرونه غوره کړي، بانون په يوې ليکنې کې ويلي چې چين د امريکا تر ټولو لوی دښمن دی او د امريکا حکومت يې لمسولی چې له چين سره په اقتصادي جنګ کې سازش ونه کړي او تل دې پر چيني وارداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي انډول وساتي.

بانون په ليکنه کې پر چين نيوکه کړي چې له صنعتي ډيموکراتيکو هېوادونو سره هميشه اقتصادي جنګونه کوي، خو په حقيقت کې د چين لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ټولې نړۍ لپاره د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اساس تر ټولو لويه صحنه جوړوي. هغه ويلي چې د امريکا او چين تر منځ سوداګريز اصطکاک بنسټيزه شخړه ده او د امريکا ملاتړ کوي چې له چين څخه د واردوونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو زياتوالي تدبيرونو ته دوام ورکړي. د ده دا ټول نظريات له نړيوالو نظريو څخه سرغړونه ده.

بانون حتې داسې دښمنانه نظر لري چې چين غواړي د ټولې نړۍ تسلط کوونکی هېواد وګرځي، دا د ده د فکر څرګندويي کوي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا د تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې وويل، له ګاونډيو هېوادونو او ټولو هېوادونو سره ميلمه پالنه او دوستي ټينګول د چيني ملت د تمدنونو يو دايمي فکر دی. رئيس شي زياتره وخت پر دې ټينګار کړی چې چين به هيڅکله په نورو باداري ونه کړي، هيڅکله به د پراختيا غوښتنه ونه لري او هيڅکله به په زور پر نورو ملتونو تيری ونه کړي. د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په هکله د ده لخوا وړاندې شوې نظريه دا مانا لري چې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډه پرمختيا وکړي او په ګډه امنيت وساتي او لاسته راوړنې يو بل سره شريکې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای