CRI Online

هان جنګ د استانا په دوولسم اقتصادي فورم او د چين او قزاقستان ترمنځ د ځايي همکارۍ په دوهم فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 10:21:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال هان جنګ د مې له څوارلسمې نيټې څخه تر شپاړلسمې نيټې پورې د قزاقستان په بلنه د استانا په دوولسم اقتصادي فورم او د چين او قراقستان ترمنځ د ځايي همکارۍ په دوهم فورم کې ګډون وکړ او په دې موده کې يې د دغه هېواد له ولسمشر قاسم جومارټ توکيف سره وکتل.

هان جنګ د يادې کتنې په ترڅ کې لومړی ولسمشر توکايف ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې د چين او قراقستان ترمنځ هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو چټک پرمختګ موندلی او په سياسي چارو کې د دواړو هېوادونو متقابل باور لاټينګ شوی او په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ په تر ټولو ښه سويه ساتلې شوې چې دواړه هېوادونه په سيمې او ګرده نړۍ کې د نيک ګاونډيتوب او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په برخه کې يوه نمونه ګرځېدلې ده.

توکايف د هان جنګ له لارې د رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او پيرزوينې وويلې او په برياليتوب سره د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د دوهم فورم د سرته رسېدو له امله يې چين ته مبارکي وويله. هغه وويل چې ګاونډيان د خپلوانو په پرتله در سره لازياتې مرستې کوي. قزاقستان له چين سره د نيک ګاونډيتوب او دوستۍ اړيکو ته لومړيتوب ورکوي.

هان جينګ د استانا په دوولسم اقتصادي فورم کې د فرصتونو د شريکولو،د ګډو پرمختګونو د موندلو او په راتلونکې کې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای