CRI Online

د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې د چين له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶ اعشاريه ۴ زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 10:23:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په ۱۶مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې په چين کې د تازه جوړو شويو بهرنيو پانګو تصديو شمېر څه باندې ۱۳ زره دی او کارول شوې بهرنۍ پانګونې له ۳۰۵ مليارډو او ۲۰۰ مليونو يوانو څخه اوښتې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه څلور زيات شوی دی.د مخکښو تخنيکونو پورې توليد او اړوندو خدمتي چارو په چټکه توګه پرمختګ موندلی دی.د ياد وزارت وياند ګاو فنګ وويل چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په چين کې د کوريا جمهوريت، جاپان، امريکا او المان د پانګونو پرمختيايي انډول نه دی ټيټ شوی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای