د سينهوا اژانس د خبر له مخې د انرژيو د نړيوالې ادارې مشر فاتع برول د مې په شپاړلسمه نېټه وويل چې په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د طبيعي ګازو چارو چټک پرمختګ کړی دی.په بېلا بېلو هېوادونو کې د مايع کېدوونکو طبيعي ګارو تأسيسات د نل ليکو په پرتله زيات دي.په عين وخت کې د طبيعي ګازو سوداګريزه اندازه په چټکه توګه زياته شوې په تېره بيا په اسيا کې. د اټکل له مخې چين به له جاپان نه مخکې په نړۍ کې د طبيعي ګازو تر ټولو لوی واردونکی هېواد وګرځي. په ۲۰۲۵ کال کې به نژدې پنځوس هېوادونه طبيعي ګاز وارد کړي.
نوموړي په همدې ورځ په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د پاکې برېښنا د نړيوالو انجنري علومو او تخنيکونو په لوړ پوړي فورم کې دغه څرګندونې وکړې.
هغه زياته کړه چې تېر کال يو داسې کال و چې په نړۍ کې د ابتدايي انرژيو اړتياوې په چټکه توګه ډېرې شوې او نيمه برخه يې د طبيعي ګارو له خوا پوره شوې ده.د چين حکومت د شين اسمان پلان پلی کړی او د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول لپاره يې تدبيرونه نيولي چې له امله يې په نړۍ کې د طبيعي ګازو اړتياوې تر زياتې اندازې پورې ډېرې شوې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |