CRI Online

چين او روسيې د څو اړخيزو چارو په باب سلا مشورې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 10:27:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير جانګ جون د مې په شپاړلسمه نېټه په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سيرګي ويرشنين سره د دواړو هېوادونو د څو اړخيزو چارو په باب سلا مشورې وکړې. دواړو خواوو په ځينو برخو کې د دوه اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ، نړيوالې ادارې، د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو او د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په باب د نظريو تبادله وکړه او د نظر توافق ته ورسيدل.

جانګ جون وويل چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر پوتين د ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو قوي پرمختګ موندلی او اوس د تاريخ په تر ټولو ښه پړاو کې دي.مونږ بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړو او په څو اړخيزو ساحو کې دې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو بسټيزې ګټې دې وساتي تر څو د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره نويٍ خدمتونه وکړي.

ويرشنين وويل چې د روسيې په اند يو اړخيزم د م م د منشور له موخو او اصولو څخه سرغړونه ده چې دا د منلو وړ نه ده.روسيه غواړي چې په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او له څو اړخيزم څخه ملاتړ کوي،د م م او د امنيت شورا مقام او د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول ساتي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای