د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل د مې په ۱۶مه نېټه وويل، هغه به په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني د لومړۍ وزيرې د ماموريت مودې تر بشپړېدو وروسته په اروپايي ټولنه کې هېڅ دنده پر غاړه وا نه خلي.
ميرکل په همدې ورځ د هالنډ له لومړي وزير مارک روتی سره تر ملاقات وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، هغې تېر کال اعلان کړی چې تر ۲۰۲۱ کال وروسته به له سياسي ډګر څخه ووځي، د دې دغه پرېکړه نه ده بدل شوې. هغه به تر ۲۰۲۱ کال وروسته د اروپا په شمول ټولو سيمو کې هېڅ سياسي دنده پر غاړه وا نه خلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |