د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا په دې وروستيو کې د هوا وې تخنيکي شرکت په شمول له ځينو شرکتونو سره پر معاملو د وضع کېدو حکم وکړ. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مې په ۱۶مه نېټه وويل، چين د امريکا له هغو کړنو سره مخالف کوي چې د دولتي امنيت مفهوم مبالغه کوي او په ټينګه به د خپلو شرکتونو قانوني حقوق وساتي.
د مې په ۱۵مه نېټه، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د ملي امنيت په پلمه د هوا وې تخنيکي شرکت او د دې شرکت د ۷۰ فرعي شرکتونو ته د صادراتو وضع کېدو حکم وکړ. له دې مخکې، ياد وزارت ځينې چيني شرکتونه د صادراتو د محدودولو په ليست شامل کړل.
ګاو فنګ وويل، چين تل تر تله له چيني شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې د صادراتو محدودولو په باب د اړوندو مقرراتو مراعت وکړي، په دې برخه کې خپلې نړيوالې دندې پر غاړه واخلي او په خپلو تجارتي چارو کې د نورو هېوادونو د قوانينو مراعات وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |