CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: د امريکا لخوا د تجارتي اصطکاک يواړخيز سختولو د دواړو خواوو ترمنځ مشورې ته ډېر زيانونه رسولي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 11:38:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مې په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د امريکا لخوا د تجارتي اصطکاک يواړخيز سختولو د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې ته ډېر زيانونه رسولي دي.

د مې په ۱۳مه نېټه امريکا د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو بهير د پيل اعلان وکړ. ښاغلي ګاو فنګ په دې اړه وويل، د امريکا دغه عمل د سوداګرۍ له څواړخيز نظام څخه سرغړونه ده او چين ورسره سخت مخالفت کوي. که امريکا خپلو عملونو ته دوام ورکړي، نو چين به اړ شي چې لازم ځواب ورکړي.

ښاغلي ګاو فنګ د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک د سختېدو له امله د ممکنې اغېزې په اړه وويل، د چيني اقتصاد لپاره دغه اغېزه تر کنټرول لاندې ده. د اقتصاد د ثابتولو په اړه د چين د مرکزي حکومت تدبيرونو څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي او په کور کې د مصرفي توکو بيې ثابتې دي. موږ له ټولو ستونزو او ننګونو سره پر مقابلې باور لرو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای