CRI Online

د چين او جاپان ترمنځ شپږم لوړ پوړی سياسي ډيالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 14:56:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کميټې د بهرنيو چارو دفتر يانګ جې څه د مې په ۱۷مه نېټه د جاپان په بلنه په ناګانوکن کې د دې هېواد د دولتي امنيت د تضمين ادارې له مشر شوتارو ياچي سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږم لوړ پوړي سياسي ډيالوګ مشري وکړه.

يانګ جي څه وويل چې اوس د چين او جاپان ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه ښې شوې او دوه اړخيز تګ راتګ ډېر شوی دی. روان کال د دواړو هېوادونو او د دوه اړخيزو اړيکو لپاره د اهميت وړ دی. چين غواړي چې د چين او جاپان د څلورو سياسي سندونو او د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو تر لارښوونې لاندې په سمه لار کې د دوه اړخيزو اړيکو د روانېدو لپاره له جاپان سره ګډې هڅې وکړي.

شوتارو ياچي وويل چې اوس دوه اړخيزې اړيکې په پر له پسې توګه ښه شوې او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی دی. څه موده دمخه د جاپان د ليبرال ډيموکراتيک ګوند مشر تاشهيرو د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په دوهم فورم کې ګډون کړی و.جاپان په پوره توګه پر دې موافقه کړې چې دواړه خواوې بايد ځانونه يو د بل پرمختيايي همکاران وبولي.زه پر دوه اړخيزو اړيکو پوره باور لرم. جاپان غواړي چې په راتلونکي پړاو کې د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ د مهم تګ راتګ د چمتوالي کارونو د تر سره کولو لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي تر څو ډېرې لاسته راوړنې ترې تر لاسه کړي او مثبت نيت وښيي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای