CRI Online

ډونالډ ټرمپ هيله لري چې له ايران سره جګړه رامنځته نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 15:16:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۶مه نېټه هيله وښودله چې له ايران سره جګړه رامنځته نه شي.هغه په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د سويس له فدرالي رئيس يولي مورير سره له کتلو نه مخکې خبريالانو ته دغه څرګندونې وکړې. د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو چارواکو له قوله ويلي چې ټرمپ د مې په ۱۵مه نېټه د سپينې ماڼۍ په دننه يوه غونډه کې د دې هېواد د دفاع وزارت سرپرست پاتريک شاناهان ته وويل چې هغه نه غواړي له ايران سره جګړه وکړي.

سپينې ماڼۍ د مې په شپاړلسمه نېټه وويل چې ټرمپ له مورير سره د منځني ختيځ د سيمه ييز وضيعت په باب بحثونه وکړل او د امريکا په استازيتوب يې د ديپلوماتيکو اړيکو د اړوندو مسئلو د حل په برخه کې د سويس له مثبت رول څخه مننه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای