CRI Online

فرانسه او جرمني به د 5G شبکې جوړونې په بهير کې پر ځانګړو تصديو بنديز و نه لګوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 15:45:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون د مې په ۱۶مه نېټه په پاريس کې د علمي تکنالوژۍ په يوه ننداره کې وويل، فرانسه د 5G شبکې د جوړونې په برخه کې د خپل هېواد امنيت ته ډېره پاملرنه کوي، خو پر ځانګړو تصديو به بنديز و نه لګوي. نوموړي وويل، اوس د فرانسې د علمي تکنالوژۍ بيولوژيکي سيسټم د ګړندي پرمختګ په حال کې دی. موږ به د سرمايو راغوڼدولو او د لا زياتو وړکسانو د جلبولو سرعت لا ګړندی کړو.

د يو بل خبر له مخې، د جرمني د انټرنيټ فدرالي د ادارې مشر جوچن هومان په همدې ورځ د دې ارګان په کلنۍ خبري ناسته کې وويل، جرمنی له دې سره مخالفت کوي چې د دې هېواد د 5G شبکې د جوړولو له بهير څخه د چين د هوا وې تخنيکي شرکت جلا شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، ټولې تصدۍ بايد د امنيت د ټولو جدي غوښتنو مراعات وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای