CRI Online

د اسيايي تمدنونو اوونۍ په نوم يولړ فعاليتونه پيل شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 16:29:13

د اسيايي تمدنونو اوونۍ په نوم يولړ فعاليتونه د مې له شپاړسمې نېټې څخه په وار سره پيل شوي ، دغه فعاليتونه د سيايي تمدنونو د ډيالوګ د کنفرانس يوه برخه ده او پکې د اسيايي تمدنونو ګرځنده نندارتونونه، د اسيايي خواړو فيسټيوال، د اسيا کلتوري، سيلانيز او فلمي نندارتونونه او فعاليتونه شامل دي چې له لارې به يې د اسيا په زړه پورې دودونه او ځلاند تمدنونه وښودل شي.

"د اسيا د فلمي او تلويزيوني پروګرامونو اوونۍ"د اسيايي تمدنونو اوونۍ له ځانګړو فعاليتونو څخه ده، دغه فعاليت د چين د راډيو او تلويزيون رياست او د چين د فلمونو رياست په کوربه توب ترسره شو او هدف يې له فلمي او تلويزيوني پروګرامونو څخه د ګټو د پورته کولو په وسيله د اسيايي تمدنونو د تبادلې او متقابلو زده کړو هڅول دي. دغه فعاليت دوې لويې برخې لري چې لومړۍ يې د فلمونو په اړه ده او بله يې له تلويزيوني پروګرامونو سره تړاو لري. په لومړۍ برخه کې د اسيايي فلمونو نندارتون، د فلمونو له کارپوهانو سره ډيالوګ ، د فلمونو د پروډيوسرانو د همکاريو فورم او داسې نور فعاليتونه شامل دي چې پکې د اسيايي فلمونو نندارتون ډېر د پاملرنې وړ دی. د چين د فلمونو رياست چارواکی لو ليانګ پدې اړه وايي:

((د ۲۰۱۹ کال د اسيايي فلمونو نندارتون به د مې له ۱۶ مې تر ۲۳ مې نېټې پورې ترسره شي او له مخې به يې د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو، چنګ دو او شي ان پنځو ښارونو په ۱۴ سينماګانو کې چيني کتوونکو ته د کابو ۳۰ اسيايي هېوادونو او سيمو له ۶۰ زيات په زړه پورې فلمونه د ۲۰۰ ځلو لپاره وړاندې شي. ))

چيني کتوونکو ته به پر فلمونو سربيره د اسيا په زړه پورې تلويزيوني پروګرامونه هم وړاندې شي. د چين د راډيو او تلويزيون رياست د نړيوالو همکاريو ادارې مرستياله جو جي هونګ پدې اړه وايي:

((د ۳۲ هېوادونو ۶۶ لويې رسنۍ به په ګډې همکارۍد مې له ۱۳ مې تر ۲۲ مې نېټې پورې د تلويزيوني چينلونو او نويو مېډيايي پلاټفورمونو په وسيله ۱۰۰ مستند فلمونه، سريالونه، فلمونه، کارټونونه او تفريحي پروګرامونه خپاره کړي چې پدې سره به د اسيايي تمدنونو جامع پرمختګ او جذابيت وښودل شي.))

د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ د کنفرانس پر مهال د يادو فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو پر وړاندې کولو سربيره بېلابېلې هنري نندارې هم ترسره کېږي. بهرنيو هېوادونو ته د چين د هنري نندارو د شرکت منيجر وانګ شيو چين پدې اړه وايي:

(( د اسيا ګرځنده کلتوري نندارې په نوم د فعاليت پرمهال د بېلابېلو اسيايي هېوادونو، فرانسې، د لاټيني امريکا او کاربين سيمې ۲۱ هېوادونو څه باندې ۳۰۰ هنرمندان د اپريل له ۲۵ مې نېټې څخه د مې تر ۲۷ مې نېټې پورې نندارچيانو ته ۲۵ ډارمې او ۳۰ هنري نندارې وړاندې کوي چې د اسيا رنګ رنګ تمدنونه په هراړخيزه توګه ترې ښکاري او د دغو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او متقابلو زده کړو ځانګړنې هم ترې څرګنديږي.))

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې که څه هم ځينې ډارمې او هنري نندارې په وړيا ډول يا په ډېره ارزانه بيه ترسره کېږي، خو کيفيت يې ډېر ښه دی، ځکه هدف يې د زياتو زده کوونکو او عامو وګړو راجلبول دي.

د اړوند خبر له مخې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ د کنفرانس پر مهال به د تاريخي اثارو پنځه لويې نندارتونونه هم ترسره شي چې پکې به د ۴۷ اسيايي هېوادونو تاريخي اثار په لومړي ځل په چين کې نندارې ته وړاندې شي، دغه راز پر اسيايي هېوادونو سربيره به د نورو سيمو د هېوادونو لکه د مصر او يونان تاريخي اثار هم په دغه نندارتون کې وړاندې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای