CRI Online

سټيفن رواچ: امريکا د چيني مسئلو په هکله ناسمې خبرې مني، خو بيا هم غواړي چې خپلو ستونزو او تېروتنو ته چين ډال کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-17 20:35:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د يالي پوهنتون د جيکسون په نوم د نړيوالو چارو د څيړنې انسټيټيوټ جګ پوړي څيړونکي سټيفن رواچ په يوې ليکنې کې ويلي چې د امريکا سيستوالان د چيني مسئلو په هکله ناسمې خبرې مني، خو بيا هم غواړي چې خپلو ټولو ستونزو او تېروتنو ته چين ډال کړي.

د پروجيکټ سينډيکيټ په ويبسايټ کې د اپريل په ۲۶مه نېټه د چيني مسئلو په هکله د امريکا د ناسمو خبرو تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره شوه. په دې ليکنې کې ليکل شوي چې اوس د امريکا جمهوري غوښتنکی ګوند او ديموکرات ګوند دواړه د يوې کيليدې مسئلې په هکله ګډې نظريې ته رسيدلي چې د خپلو ټولو تېروتنو لپاره چين قرباني کړي.

په ليکنه کې دې ته اشاره شوي چې په ۲۰۱۸ کال کې امريکا او چين د ۴۱۹ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت تجارتي منفي توازن درلوده، خو ډونالډ ټرمپ او د امريکا اکثره سياستوالان دا نه مني چې پخوا امريکا له ۱۰۲ هېوادونو سره تجارتي منفي توازن درلود. له دې څخه څرګنديږي چې د امريکا په دننه کې د زيرمې اندازه کمه ده او دغه مسئله د دغه هېواد د بوديجو د کسرونو له امله چې د کنفرانس او د ولسمشر لخوا منظور شوې، رامنځته شوې ده. دغه راز امريکا د پوهنې د ملکيت حق په برخه کې د خپلو ناسمو شميرنو له لارې خپلو تېروتنو ته چين ډال کړی دی. برسيره پر دې په ليکنه کې ليکل شوي چې امريکا هميشه دا انديښنه لرلی چې چين د خپلو پيسو د ژن مين بي يوانو د ارزښت د کموالي په وسيله د سيالې تفوق تر لاسه کوي. په بله ژبه امريکا د واقعيتونو، څيړنو او د نتيجو راغونډولو په برخو کې ډېرې ساده چارې تر سره کوي او امريکايان په ډېره اسانه په دغو ناسمو خبرو باور کوي، په تېره بيا د امريکا او چين تر منځ د سوداګريز اصطکاک په وخت کې ريښتني واقعيتونه نه ارزيابي کوي. خو د خپلو تېروتنو لپاره د يو قرباني پيدا کول ورته ډېر اسان دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای