CRI Online

د هوا وې شرکت مرستياله: امريکا د هوا وې شرکت ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-18 15:49:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هوا وې شرکت د مديره پلاوي د غړې او د دغې شرکت د مرستيالې چن لي فانګ يوه مقاله د مې په ۱۷مه نېټه د امريکا د نيويارک تايمز په ورځپاڼه کې خپره شوه. په دغه مقاله کې ليکل شوي چې امريکا د هوا وې شرکت ته اړتيا لري او د هوا وې شرکت محدوديت به د نوښت او سيالۍ د کمښت او د بيو د لوړتيا سبب وګرځي او د امريکايي مشتريانو او تصديو لخوا به د ډېر عصري او سابقه لرونکي مخابراتي تخنيکونو د اخيستلو په لاره کې خنډونه واچوي چې له امله به يې د امريکا د ديجټل شبکې امنيت ونه شي ساتلی.

آغلې چن لي فانګ د ( امريکا د هوا وې شرکت ته اړتيا لري) تر عنوان لاندې په دغه مقاله کې ليکلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۵مه نېټه د يو اداري فرمان په لاسليکولو سره اعلان وکړ چې امريکا په بيړني ملي حالت کې ده، د دغه فرمان موخه دا ده چې په امريکا کې د هوا وې شرکت د تجهېزاتو پلورل بند کړي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت هوا وې شرکت ته اجازه ورنه کړي چې د امريکا د حکومت له تائيد پرته له امريکايي تصديو څخه فالتي پرزې او تخنيکونه واخلي.

په دغه مقاله کې زياته شوې چې هر کال هوا وې شرکت له امريکا څخه له ۱۱ مليارډو امريکايي ډالرو نه زيات توليدات او خدمتونه اخلي، نو پر هوا وې شرکت د بنديز له امله به په امريکا کې لس زره کاري فرصتونه له لاسه ورکول شي. په عين وخت کې د امريکا په ځېنو ځايونو کې منځني او کوچني مخابراتي شرکتونه د هوا وې شرکت له تجهېزاتو څخه استفاده کوي، که دغه شرکتونه اړ شي چې له نورو تجهېزاتو څخه استفاده وکړي، لګښتونه به يې زيات شي. شک نه شته چې د هوا وې شرکت د 5G تخنيک په برخه کې لارښوونکی او مخکښ شرکت دی، نو د بنديز ياد فرمان به د 5G شبکې په برخه کې د امريکا د وروسته پاتوالي سبب وګرځي او د امريکا اقتصاد ته به زيان ورسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای