CRI Online

چين په م م کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک په اړه خپل جدي دريځونه بيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-18 15:53:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما چاو شيو د مې په ۱۷مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د چين او امريکا د اقتصادي اړيکو په اړه د حالاتو د پيژندنې د يوې ناستې مشري وکړه. نوموړي په دغه ناسته کې اړوندو خواوو ته د ۲۰۱۸م کال له مارچ راهيسې د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک له رامنځته کېدلو نه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو حالاتو په اړه معلومات ورکړل، حقيقتونه يې وويل، د چين دريځونه يې بيان کړل او د امريکا بې دليله نيوکې يې بې بنسټه وبللې. د م م د غړيو هېوادونو او د نړيوالو سازمانونو څه باندې ۱۰۰ استازو په دغه ناسته کې ګډون کړی و.

ما جاو شيو په دغه ناسته کې وويل، همکاري د چين او امريکا لپاره يوازېنی سم انتخاب دی او ګډې ګټې به د دواړو هېوادونو لپاره لا ښه راتلونکې اباده کړي. موږ هيله لرو چې امريکا به له چين سره يو ځای د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پر اساس د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي. چين او امريکا دې يو د بل د پاملرنو درناوی وکړي، د متقابل درناوي، مساوات او ګډو ګټو پر اصولو سره دې يو بل سره تګ راتګ وکړي چې له دې امله به همکاريزه لاره پراخه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي مسئله به له سمې لارې چارې حل شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به ثبات ومومي او د دواړو هېوادونو او حتی د نړۍ خلک به ترې ګټه واخلي.

برخوالو د دغې ناستې لوړه ستاينه وکړه او په دې نظر وو چې دغه ناسته پر وخت ده او د بېلا بېلو خواوو لخوا د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو، په تېره بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اصطکاک په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره ګټوره ده. برخوالو څرګنده کړې چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اړيکې د نړيوال اقتصاد د ثابت د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري، نړيواله ټولنه د برابرو مشورو له لارې د دغې مسئلې له حلولو څخه ملاتړ کوي او پر څواړخيز اقتصادي نظام ټينګار کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای