CRI Online

نړيوالې ټولنې پر نړيوال اقتصاد باندې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک د منفي اغيزې په مناسبت اندېښنې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-18 15:55:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت څو ورځې مخکې اعلان کړی و چې د ۲۰۰ مليارډو چيني توليداتو په مقابل کې د تعرفو انډول له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته دې لوړ شي. د امريکا د سياست، سوداګرۍ او پوهنې په ساحو کې شخصيتونو او نړيوالې ټولنې په دې مناسبت اندېښنې څرګندې کړې او دا نظر يې څرګند کړی چې دغه عمل به پر نړيوال اقتصاد باندې منفي اغيزې وکړي.

د امريکا د اوتاه ايالت د استازو جرګې پخواني مشر ګريګ هوغيس وويل، چين د نړيوال توليدي ځنځير يوه مهمه برخه ده. د اوتاه ايالت پرمختګ به له چين سره نژدې اړه ولري، د دغه ايالت لا زياتې تصدۍ او خلک په دې نظر دي چې بايد له چين سره د اقتصادي اړيکو په شمول ښې اړيکې وساتل شي او هيله لري چې ښې نتيجې به رامنځته شي او له چين سره اړيکې به ټينګې شي.

د فرانسې د ماليې وزير برونو لې مايري خبرداری ورکړ چې هيڅوک به په سوداګريزه جګړه کې بريالي نه شي او ټول ګډون کوونکي هېوادونه به ناکام شي. د امريکا او چين ترمنځ اقتصادي اصطکاک د نړيوال اقتصاد زياتوالي لپاره ستر ګواښ دی او له امله به يې د مالونو د لېږد رالېږد اندازه کمه شي او د فرانسې او حتی د اروپا کاري فرصتونه به کم شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای