CRI Online

وانګ يي د ايران له خارجه وزير جواد ظريف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-18 15:57:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره وکتل.

وانګ يي په دغه کتنه کې وويل، چين او ايران هراړخيز ستراتيژيک دوستان دي. دواړه هېوادونه بايد د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو د بدلونونو په وړاندې خپلمنځۍ همغږۍ پياوړې کړي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې امريکا پر ايران باندې يواړخيز بنديزونه لګوي او د تش په نامه د( اوږد مټ لرونکې اداره )کوي. چين د ايران په اوسنيو حالاتو او پاملرنو پوهېږي او د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره له ايران څخه ملاتړ کوي. چين د ايران د ذروي مسئلې پر هراړخيز تړون ټينګار کوي او د م م نفوذ او د نړيوالو اړيکو اساسي قواعد مراعاتوي. چين په ياد تړون کې د تائيد شوو دندو د پلې کولو په برخه کې د ايران کوښښونه ستايي او له ياد تړون څخه به ونه ځي. چين غواړي له ايران سره يو ځای د پيچليو عواملو او ستونزو په ليرې کولو سره د ياد تړون د پلي کولو لپاره هڅې وکړي. چين هر کلی کوي چې ايران به د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې برخه واخلي او په دې مناسبت به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

وزير ظريف وويل، چې ايران د يادې مسئلې د ترينګلتيا سبب نه دی. ايران نه غواړي چې له دغه تړون څخه ووځي او غواړي چې د دغه تړون د پلي کولو او ساتلو لپاره د چين په شمول له بېلا بېلو خواوو سره پر تماس نيولو ټينګار وکړي.

همدارنګه دواړو خواوو په دغه کتنه کې د افغانستان، سوريې او د غربي اسيا او شمالي افريقا د حالاتو په شمول د ګډو علاقې وړ مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای