CRI Online

د امريکا په ولسمشريزو ټولټاکنو کې د نوماند جوي بېډن د سيالۍ مرحله په رسمي توګه شروع شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-19 15:47:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر پخواني مرستيال او د ډيموکرات ګوند غړي جوي بېډن د مې په ۱۸مه نېټه د امريکا د پينسيلوانيا ايالت په فېلاديلفيا ښار کې د يوې غونډې په جوړولو سره د امريکا په ولسمشريزو ټولټاکنو کې د سيالۍ مرحله شروع کړه.

نوموړي په همدې ورځ د يووالي تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او په دغه وينا کې يې د طبي بيمو، د اساسي تاُسيساتو د ابادولو، ښوونې او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول پر ځېنو موضوعګانو بحث وکړ. هغه په مختلفو ګوندونو کې د ګډو نظريو د لټولو پر توان او تجربې ټينګار وکړ او د واشنګټن د سياسي محلې له فضا او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واکمن سبک څخه يې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

د معلوماتو له مخې، ۷۶ کلن جوي بېډن له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۷ م کال پورې د باراک اوباما په دوران کې د ولسمشر د مرستيال په توګه کار کړی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای