د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصنوعي ځيرکۍ او ښوونې نړيواله غونډه د مې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د کابو سلو هېوادونو او لسګونو نړيوالو سازمانونو څه باندې ۵۰۰ استازو په دغه غونډه کې ګډون کړی و. برخوالو په دغه غونډه کې په نړۍ کې د تعليم او ښوونې پر راتلونکې بحث کړی او د بېجينګ ګډ نظر په نوم سند يې تصويب کړی دی.
د دغې غونډې سرليک دا دی چې د مصنوعي ځيرکۍ په دوران کې د تعليم او ښوونې پلان او طرحه: لارښوونه او ګامونه. دغې غونډې د پرانيستونکو مراسمو، د پای ته رسېدو مراسمو، د وزيرانو د فورم، پنځو عمومي کنفرانسونو او دوولسو فرعي غونډو څخه عبارت و.
په ياد سند کې غوښتنه شوې چې بېلا بېل هېوادونه دې د ښوونې او تعليم او زده کړې ورکونې او زده کړې تر لاسه کولو په سيستم کې د مصنوعي ځيرکۍ د کارولو او د مصنوعي ځيرکۍ پر اساس د تعليمي سيستم د پراختيا لپاره مناسبې پاليسۍ طرحه کړي، څو ټول ولس د عمري زده کړې لپاره مساوي، کيفيت لرونکي او مناسب فرصتونه ولري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |