CRI Online

وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-19 15:51:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۸مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، چې په تېرو څو ورځو کې امريکا له سياسي لارې چارې پر چيني تصديو باندې د بنديز لګولو په شمول د چين ګټو ته د زيان رسولو په موخه ګڼ شمېر خبرې او عملونه کړې دي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه، چين تل پر دې ټينګار کوي او غواړي چې د خبرو اترو او مشورو له لارې اقتصادي اصطکاک له منځه يوسي، خو خبرې اترې دې برابرې وي. چين دې په هر ډول خبرو اترو کې د خپل وطن حقه حقوق وساتي، ولسي غوښتنو ته دې پاملرنه وکړي او د نړيوالو اړيکو د اساسي قواعدو مراعات دې وکړي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چين د تايوان مسئلې په اړه د امريکا له تازه څرګندونو او منفي خبرو سره مخالفت کوي. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې د يو چين پېژندنې پر اصل دې ټينګار وکړي، د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو د مادو مراعات دې وکړي او په جدي او احتياطي توګه دې د تايوان مسئله حل کړي.

دواړو خواوو په دغو ټلېفوني خبرو کې د ځېنو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. وزير پومپيو د ايران مسئلې په اړه د امريکا نوي نظرونه شريک کړل. وزير وانګ يي په دې اړه وويل، چې چين د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه له منځني ختيځ سيمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دغې سيمې د سولې د ساتلو لپاره هڅې کړې دي او کوي يې. موږ هيله لرو چې اړوندې خواوې خپلې سړې سينې وساتي او د حالاتو د ترينګتيا د مخنيوي لپاره دې لازم تدبيرونه ونيسي. همدارنګه وانګ يي د امريکا له اوږد مټ لرونکي ادارې سره هم مخالفت څرګند کړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای