CRI Online

تبصره: هوا وې شرکت د امريکا له بنديزونو سره مقابله کوي او چين د ارامۍ پر مهال خطر ته متوجه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-19 15:57:22

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ يعنې د مې په ۱۶مه نېټه له کوم دليل پرته اعلان وکړ چې د چين هوا وې شرکت او کابو اويا اړوندې تصدۍ د صادراتو د محدوديت په ليست کې شاملې شوې، څو له امريکايي تصديو څخه د تخنيکونو او فالتو پرزو د اخيستلو په برخه کې پر هوا وې شرکت باندې بنديز ولګوي. امريکا غواړي چې د ياد افراطي عمل له لارې د هوا وې شرکت د ژوند کرښه پرې کړي، د عصري علمي تخنيکونو په برخه کې د چين د پرمختګ مخه ونيسي او په دې برخه کې د خپل هېواد د بادارۍ مقام وساتي.

خو د واشنګټن له تصور نه وتلی کار دا دی چې هوا وې شرکت په تېرو لسګونو کلونو کې د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو لپاره د مرستيالې لايحې په طرحه کولو بوخت و او دغه لايحه د دغه شرکت د ستراتيژۍ امنيت او بازار ته د خدمتونو برابرول تاًمينولی شي. ويل کېږي چې هوا وې شرکت د اوږدې مودې راهيسې د ارامۍ پر مهال خطر ته متوجه دی او په دې مناسبت به د امريکا له بنديزونو سره مقابله وکولای شي.

همدارنګه، د ملت د بياسمسورتيا په موخه د چين کارونه د پلي کېدو په حال کې دي او برياليتوب ته نژدې دي. لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وويل شول، د چين دغه موخه به په ساده توګه تر سره نه شي او د دغې موخې تر سره کول سترو او جدي کوښښونو ته اړتيا لري. موږ بايد د ارامۍ پر مهال خطر ته متوجه اوسو او د ګواښونو او ننګونو د مخنيوي لپاره دې لازم چمتوالی ولرو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای