د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايپيک د سوداګرۍ وزيرانو د ۲۵ مې دورې غونډه د مې په ۱۸ مه نېټه د چيلي په وينا دېل مار کې پای ته ورسېده. د دغې غونډې برخوالو په يوې ګډې اعلاميې کې پر دې ټينګار کړی چې څواړخيز سوداګريز نظام بايد وساتل شي.
دغه ګډې اعلاميې پر دې ژمنې ټينګار کړی چې ژر به د بوګور هدف عملي کړي، د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د سوداګرۍ او د پانګونو په اړه ازاد او خلاص چاپيريال به جوړ کړي او د اقتصاد يو ځای کېدل به ژور کړي. په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د ايپيک د نړيوالې سوداګرۍ په اړه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د خدمتونو ستاينه کوي او له دې سره موافقه کوي چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د کارونو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |