CRI Online

د يمن حوثي ډلې وويل چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پر ۳۰۰ هدفونو به بريدونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 09:28:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن جمهوريت ولسوالې حوثي ډلې د مې په ۱۹مه نېټه وويل، چې دوی به د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پر ۳۰۰ پوځي هدفونو به بريدونه وکړي.

د حوثي ډلې په همدې ورځ د يمن خبري ايجنسۍ له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، مخکې د سعودي عربستان د نفتو پر نل ليکو بريد يوازې يو پيل دی. حوثي ډله به په دې دوو هېوادونو کې د پوځي هډو، پوځي کمپونو، مهمو پوځي تجهيزاتو او په يمن کې د دې دوو هېوادونو د پوځي هډو په شمول پر ۳۰۰ هدفونو بريدونه وکړي.

په ياده اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې که د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د څو هېوادونو ګډ پوځ په يمن کې خپل عمليات بند کړي، د حوثي ډله به هم خپل ټول پوځي عمليات بند کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای